زموږ په ټولنه کې د هرې کورنۍ ستر ارمان د خپلو بچیانو روښانه راتلونکی دی. کله چې یو ځوان احساس کړي چې په هېواد کې یې د پرمختګ لارې بندې دي، نو د ژوند د ښه کولو لپاره د «بهر تګ» فکر ورته تر ټولو اسانه لاره ښکاري. خو بدبختانه زیاتره وخت له دې فکره هغه انساني قاچاقبر ناوړه ګټه اخلي چې اصلي موخه یې یوازې پيسې ترلاسه کول وي.
د مور، پلار او د کورنۍ د مشر په توګه، ستاسو رول یوازې دا نه دی چې بچي او ځوانان له نامنطمې کډوالۍ منع کړئ، بلکې ستاسو یو لوی مسوولیت دا دی چې هغوی پوه کړئ او د یوه مهربانه مشر او ملګري په توګه ورسره وغږېږئ:
- یوازې وېره ګټه نه کوي، هغوی باید باور ولري
کله چې موږ خپلو بچیانو ته په کلکه وایو چې «بهر مه ځه»، هغوی دې خبرې ته د یو ډول بندیز په سترګه ورته ګوري او ممکن خپل پلانونه له موږ پټ کړي. همدا لامل دی چې زیاتره افغانان ځوانان لومړی له کوره پټ سفر پيلوي او وروسته بیا کورنۍ مجبوروي چې هغوی ته پیسې ور ولېږي.
د خپلو بچو خبرې واورئ، پرې یې ږدئ چې خپل درد، بېوسي او هیلې له تاسو سره شریکې کړي. کله چې یو ځوان احساس کړي چې تاسو یې د ستونزو په ژورتیا پوهېږئ، نو ستاسو د مشورې منلو ته هم زړه ښه کوي.
هغوی سره په داسې یو ځای کې کېنئ چې هغوی د تېښتې پر ځای، له تاسو سره د راتلونکې په اړه مشوره وکړي. خبرې درسره وکړي. خپلې ستونزې او احساسات دررته ووايي او له تاسې د ژوند په اړه پرېکړې کولو کې مرسته وغواړي.
۲. د قاچاقبرانو د دروغو پرده پورته کړئ
قاچاقبران د یوې ښې راتلونکې «خوبونه» پلوري، خو د حقیقت کیسه بل ډول ده. خپلو بچو ته د قاچاقبرانو چلونه، فرېبونه او ټګي ښه تشریح کړئ:
په نامنظمو لارو هېڅوک د چا د ژوند تضمین نه شي کولای. قاچاقبر یوازې د پیسو په لټه کې وي؛ که لار کې له کومې ستونزې سره مخ شئ، هغوی تاسو پرېږدي او تښتي.
په پردي هېواد کې د قانوني اسنادو پرته اوسېدل، یو ځوان په یو «ژوندي زندان» کې بندوي. نه کار کولای شي، نه زدهکړه او نه هم د کومې ستونزې پر مهال له دولت څخه مرسته غوښتلی شي. اروپايي هیوادونه قوانین ورځ په ورځ سختوي او هره میاشت زرګونه کسان بېرته «ډيپورټ» کوي.
۳. د «نن» په ارزښت پوهول
د ځوانانو د تېښتې اصلي لامل د «ناامیدۍ» احساس دی. د کورنۍ په توګه هڅه وکړئ چې د هغوی د نن ورځې لپاره اهداف وټاکئ:
هغوی وهڅوئ چې یو مهارت (کمپیوټر، ژبه، تخنیکي زدهکړې) زده کړي. هر څومره چې یو ځوان په خپل وطن کې مهارت ولري، هومره یې د خپل راتلونکي په اړه هیله زیاتېږي.
په هغوی کې دا احساس پیدا کړئ چې په وطن کې دننه هم د یو څه کولو فرصت شته.
۴. د سفر خطرونه له دوی سره وڅېړئ
د نورو هغو کسانو کیسې ورته وکړئ چې په نامنظمو لارو تللي او په لاره له خطرونو او حتی مرګ سره مخ شوي دي. هر کال زرګونه کسان په دې لارو مړه کېږي او د زیاترو مړي هم بېرته کورنیو ته نه رسېږي:
- که په لاره د خطر پر وخت قاچاقبر وتښتي څه به کوې؟
- که قاچاقبر دې په غلو خرڅ کړي څه به کوې؟
- که غلې د پيسو لپاره شکنجه کړي؟
- که د پولیسو او پوځیانو له لوري په ډزول کې ووژل شې؟
۵. قانوني لارې لټول
هر کال زرګونه کسان بهرنیو هیوادونو ته په قانوني ډول ځي. په دې کې ښه لاره ده زدهکړو او بوروسونو ده. خپلو بچو او ځوانانو سره یو ځای قانوني لارې ولټوئ. ویې هڅوئ چې انګلیسي او نورې اړینې ژبې زده کړي. په درسونو کې زیار وباسي. بوروسونو ته ځان تیار کړي او بې خطره په داسې توګه بهر هیواد ته لاړ شي چې کورنۍ پرې وویاړي. دا لاره به اوږده وي، خو له ویاړ، خوند لاره ده او راتلونکی په کې تضمین دی.
د کورنیو لپاره یو پیغام:
ستاسو د بچي ژوند له هر ډول بهرني سفر او مادي سوکالۍ څخه ارزښتناک دی. د قاچاقبرانو په لاس د خپل بچي سپارل د دوی د راتلونکي د تباهۍ پیل دی. دا ستاسو مسوولیت دی چې د هغوی خبرې واورئ، ستونزو ته یې غوږ شئ، نهیلي یې درک کړئ او د نامنظمې کډوالۍ په خطرونو یې پوه کړئ.
که تاسو خپلو سره خبرې ونه کړئ، انساني قاچاقبران یې ورسره کوي…!



