د World Bank Group Young Professionals Program (YPP) 2026 لپاره نوملیکنه روانه ده او افغانان هم ورته د غوښتنلیک وړ دي.
دا د نړیوال بانک یو مهم نړیوال مسلکي پروګرام دی چې بریالي کسان پکې د نړیوالې پراختیا په بېلابېلو برخو کې د کار، زده کړې او نړیوالې تجربې فرصت ترلاسه کوي.
اساسي شرایط:
• لږ تر لږه د ماسټرۍ یا تر هغې لوړه تحصیلي درجه
• له ۲ تر ۶ کلونو اړونده مسلکي تجربه
• په انګلیسي ژبه د خبرو او لیکلو عالي وړتیا
• د نړیوال بانک د غړي هېواد تابعیت، چې افغانستان هم پکې شامل دی
• د عمر محدودیت نشته
اړین اسناد:
• CV/Resume، غوره ده یوه پاڼه وي او اعظمي دوه پاڼې
• د پاسپورټ د عکس پاڼه
• د ماسټرۍ/لوړو زده کړو Transcript یا د تحصیل ثبوت
• د آنلاین غوښتنلیک پر مهال دوه لنډې لیکنې، هره یوه تر ۴۰۰ کلمو پورې
وروستۍ نېټه:
۳۰ سپټمبر ۲۰۲۶، د شپې 11:59 UTC
پروګرام به د ۲۰۲۷ کال په سپټمبر کې پیل شي او بریالي کسان به خپل کار د نړیوال بانک له مرکزي دفتر، واشنګټن ډي سي څخه پیل کړي.
رسمي معلومات او نوملیکنه:

