ایا جرمني ته تګ او هلته د ښه او روښانه راتلونکې هڅه کوې؟
د (DAAD EPOS) سکالرشپ افغان متخصصینو ته دا فرصت ورکوي چې په جرمني کې په غوره پوهنتونونو کې د ماسټرۍ یا دوکتورا سند په وړیا ډول ترلاسه کړي. افغانستان د دې معتبر سکالرشپ لپاره د وړ هېوادونو په لېست کې شامل دی.
څوک غوښتنلیک ورکولی شي؟
✅ افغانان
✅ د لېسانس سند لرونکي
✅ هغه کسان چې لږ تر لږه ۲ کاله اړونده کاري تجربه ولري
✅ هغه کسان چې په جرمني کې به شرایطو برابر د ماسټرۍ یا دوکتورا پروګرام کې د داخلې لپاره غوښتنلیک سپاري.
هر کال زرګونه افغان ځوانان د نامنظمې کډوالۍ لارې غوره کوي او خپل ژوند له خطر سره مخ کوي. دا سفرونه خطرناک، نامعلوم او د ناورین لامل کېدای شي.
زده کړې د راتلونکي جوړولو لپاره یو خوندي او تلپاتې لار ده. که تاسو شرایط پوره کوئ، نو د دې تحصیلي بورس لپاره غوښتنلیک ورکړئ او د قانوني او خوندي لارو، خپل علمي او مسلکي اهداف تعقیب کړئ.
🔗 د لا زیاتو معلوماتو او غوښتنلیک لپاره د DAAD رسمي وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ:
ویب ساېټ: www.daad.de
مهرباني وکړئ دا فرصت له هغو زدهکړيالانو، فارغانو او مسلکي کسانو سره شریک کړئ چې له دې څخه ګټه پورته کولای شي.
البېروني د بشري پیاوړتیا سازمان
د پوهې، علم او فرصتونو له لارې د افغان ځوانانو پیاوړتیا
https://albirunihro.org/ps/


