د البېروني بشري پياوړتیا موسسې رهبري او ټول ټیم د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي شاپور ځدران د مړینې له امله د نوموړي کورنۍ، د افغانستان کرېکټ بورډ او تاسې قدرمن ملت ته تسلیت او د همدردۍ مراتب وړاندې کوي.
ښاغلی ځدران په افغانستان کې د سالم ورزش او کرېکټ د ترویج په برخه کې نه ستړې کېدونکې او اغېزناکې هلې ځلې کړي او د خپلو لوبو په وسیله یې افغان ځوانان په ټولنه کې سالمو فعالیتونو ته هڅولي دي.
ځدران د زرګونو هغو افغان ځوانانو لپاره د الګو حیثیت لري چې په راتلونکي کې د خپلو وړتیاو او انرژۍ د سم مصرف او خپلو لوړو هیلو ته د رسېدو ارمان لري.
یو ځل بیا تاسو ټولو ته د دې لویې ضایعې تسلیت وایوو.
انالله و اناالیه راجعون

