پوهاوی او مخنیوي
له خطرونو د ولسونو خبرول او د زیانونو مخنیوی.
البېروني سازمان (AHRO) د عملي زدهکړو، د پوهاوي د کمپاینونو او ټولنیز ملاتړ له لارې له زیانمنو ټولنو سره مرسته کوي چې خطرونه کم کړي، لا خوندي شي او د پېښو پر وړاندې خپل مقاومت پیاوړی کړي.
موخه:
- د ولسونو پوهول، د وقایوي تدابیرو پياوړتیا او د زیانګالو ډلو ژغورنه.
مهم فعالیتونه:
- پېښو ته چمتووالی
- ډیجیټلي امنیت او آنلاین خوندیتوب
- له نشهيي توکو مخنیوی او په روغتیايي معلومات ورکول
- خوندي او باخبره کډوالي
د پروګرام برخې:
د ټولنې خوندیتوب او پېښو ته چمتووالی
د زلزلې او بیړنیو حالاتو چمتووالی، په ښوونځیو کې د خوندیتوب زدهکړې، د کورنیو لپاره پلان جوړونه، د ټولنې تمرینونه او د چمتووالي عملي وسیلې.
ډیجیټلي خوندیتوب او د انټرنیټي زیانونو مخنیوی
د سایبري امنیت په اړه پوهاوی، له انټرنیټي ټګیو (سکیمونو) ژغورنه، د شخصي معلوماتو خوندیتوب، له مصنوعي ځیرکتیا (AI) سمه ګټه اخیستنه او له انټرنیټي ځورونې، ځان ساتنه.
د نشه يي توکو مخنیوی او د روغتیايي پوهې لوړول
د رواني روغتیا په اړه پوهاوی، د فشار مدیریت، د نشه يي توکو د کارولو مخنیوی، روانيـټولنیز مقاومت او د کورنیو او ټولنې لارښوونه.
باخبره او بېخطره کډوالي
د غیرقانوني کډوالۍ، د انسانانو د قاچاق، له کډوالو د ناوړه ګټې اخیستنې او د درواغجنو ژمنو په اړه معلومات ورکول؛ د قانوني لارو او د کډوالو د حقونو په اړه پوهاوی.
هدف خلک:
- ځوانان او زدهکوونکي
- ښځې او زیانګالې ډلې
- کورنۍ او ولسونه
- د انساني قاچاق او د نشهیې توکو د اعتیاد له خطر سره مخ خلک
- عام ولس
پایلې:
- د خطرونو په اړه د پوهاوي زیاتوالی
- د وقایوي تدابیرو وده
- له زیانونو او ګواښونو سره د مخامخ کېدو کموالی
- د ټولنې د مقاومت پیاوړتیا او د باخبره پرېکړو وړتیا
