ښوونه (البېروني د زدهکړو برنامه)
په هر ځای کې، د هر چا لپاره د آسانه او لوړکیفیته زدهکړو برابرول
البېروني موسسه (AHRO) د ماشومانو، ځوانانو او لویانو لپاره د زدهکړې ټولشموله فرصتونه برابروي. په ځانګړې توګه دهغو کسانو لپاره چې د زدهکړو له محدودیته، بېوزلۍ، بېځایه کېدو او کډوالۍ اغېزمن شوي دي.
موخه:
- له انټرنیټ او ډیجیټل لارو په ګټې اخیستو، په آسانۍ د لوړکیفیته زدهکړو برابرول.
مهم فعالیتونه:
- د زدهکړو ډیجیټل پروګرام
- د ژبې او ډیجیټلي مهارتونو روزنه
- د ښځو او ځوانانو لپاره ځانګړې زدهکړې
- پرلیکه او د ټولنې په مرسته زدهکړې
د پروګرام برخې:
البیروني د ډیجیټلي زدهکړو پروګرام
فعال کورسونه، ډیجیټل ټولګي، ژوندي او ثبت ویډیويي درسونه، په خپله خوښه مخ ته تلونکي درسونه، ازموینې او ښوونیز توکي.
د ژبې او ډیجیټلي مهارتونو روزنه
انګلیسي، الماني، فرانسوي ژبې، ګرامر، د خبرو اترو مهارتونه، ډیجیټلي سواد، کمپیوټري مهارتونه او د کارموندنې لپاره اړینې زدهکړې.
د ښځو او ځوانانو ځانګړې ښوونیزې برنامې
د ځوانانو، ښځو، افغان نجونو او بېبرخې ډلو لپاره د هر اړخیزو او باکیفیته زدهکړو چمتو کول.
د لېرو پرتو سیمو لپاره آنلاین زدهکړې
وړیا، پر موبایل اسانه کارېدونکي او کم انټرنیټ غوښتونکي درسونه، د ډاونلوډ وړ توکي او د وېبپاڼې، یوټیوب او ټولنیزو رسنیو له لارې لاسرسی.
هدف خلک:
- زدهکوونکي او د زدهکړو مینهوال
- د ښوونیزو او کاري فرصتونو پلټونکي ځوانان
- هغه ښځې او نجونې چې زدهکړو ته یې لاسرسی محدود دی
- هغه خلک چې له بیوزلۍ سره مخ دي یا بېځایه او کډوال شوي دي
- هغه خلک چې لرې پراته دي او فرصتونو ته لاسرسی نه لري
پایلې:
- زدهکړو ته د لاسرسي زیاتوالی
- د ژبې او ډیجیټلي مهارتونو وده
- د نجونو او زیانګالو ډلو لپاره د زدهکړو د فرصتونو زیاتوالی
- د پر ځان باور، د ژوند د مهارتونو او راتلونکو فرصتونو پیاوړتیا
