ادغام او ټولنیز ملاتړ
په ټولنه کې د پراخه او فعال ګډون ملاتړ
«البېروني موسسه» (AHRO) په ټوله اروپا کې له کډوالو، پناه غوښتونکو او نویو راغلو خلکو سره کار او هڅې کوي چې هغوی په نوې ټولنه کې په اسانۍ سره ومنل شي، د ژوند اړینو اسانتیاوو او خدماتو ته لاسرسی ولري او د ځان لپاره آرام، باثباته او په ځان بسیا ژوند جوړ کړي.
موخه:
- چې خلک په ټولنه کې ځان یوازې ونه ګڼي، له نورو سره ملګري شي او د ژوند په چارو کې فعاله برخه واخلي.
مهم فعالیتونه:
- د ژبې زده کولو او ادغام په برخه کې مرسته
- مدني زدهکړې او له سیسمتونو سره د خلکو بلدلول
- په ټولنه کې ځای موندلو لپاره خلکو ته پروګرامونه جوړول
د پروګرام برخې:
د ژبې د زدهکړې او ادغام ملاتړ
موږ د ژبې په برخه کې عملي مرستې او لارښوونې کوو. دا کار له خلکو سره مرسته کوي چې د ورځني ژوند چارې په اسانۍ پرمخ بوځي او اړینو خدماتو ته لاسرسی پيدا کړي.
مدني تعلیمات او د سیستمونو پېژندګلوي
موږ له خلکو سره مرسته کوو چې په خپل نوي چاپیریال کې په خپلو حقونو او مسؤلیتونو پوه شي، او دا ورته ښیو چې نوې ټولنه کې دولتي او ټولنیز سیستمونه څنګه کار کوي.
د ټولنیز ګډون پروګرام
د افرادو او ټولنو ترمنځ د اړیکو جوړولو له لارې، موږ په ټولنه کې د خلکو یووالی او ګډون پیاوړی کوو.
هدف خلک:
- بېځایه شوي
- کډوال
- نوي راغلي خلک او ټولنې
- هغه خلک چې نوې ټولنې سره یوځای کېدو کې ستونزه لري
پایلې:
- د ژبې د مهارتونو او د خبرو اترو د وړتیاوو لوړېدل.
- د سیستمونو، حقونو او مسؤلیتونو په اړه د پوهاوي زیاتوالی.
- د ټولنیزو اړیکو پیاوړتیا او په ټولنه کې د برخې اخیستنې زیاتوالی.
- په ټولنه کې د ګډون، منل کېدو او یوځای کېدو کچه لوړېدل.
